انصار:( دلړم ۱۵ مه)، اسراییلي رسنیو خبر ورکړی چې په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو له پیله بیا تر اوسه ۲۹اسراییلي سرتېري وژل شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغه عملیات د اسراییلو لپاره ډېر ګران تمام شوي چې مرګ ژوبله یې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو ده.
حماس ډلې خبر ورکړی چې له یوې ډلې اسراییلی سرتېرو سره یې نښته کړې چې د غزې په شمال کې یې سنګر نیولی و.
په دې نښته کې پنځه اسراییلي سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د حماس ډلې په نورو بریدونو کې بیا ۲۴ اسراییلي سرتېري هم وژل شوي دي.
فلسطینی رسنیو هم خبر ورکړی چې په غزه تړانګه کې پر اسراییلو د حماس په بریدونو کې اسراییلو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادولو وړ ده چې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې تر اوسه تر نهه زره ډېر فلسطینیان د اسراییلو په هوایي بریدونو کې وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي. د حماس په بریدونو کې بیا تر دوه زره د ډېرو اسراییلي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28282